د ایکنا د راپور له مخې، د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزارت په دغه نندارتون کې د یوې غرفې یا سټال په جوړولو سره د ۱۰ زرو قرآني نسخو څخه ۶ زره نسخې د لیدونکو لپاره د ډالۍ په توګه وړاندې کړې.
په دغې غرفې کې د «ملک فهد» د قرآن چاپ او نشر مجمع منشورات، د قرآن ژباړې، د قرآن مختلفې نسخې په بېلابېلو اندازو او د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزارت مختلف علمي کتابونه د عامو خلکو د لیدو لپاره کښودل شوي وو.
د تعاملي برنامو او تعلیمي اپلیکیشنونو وړاندې کول، لکه د حج او عمرې درې اړخیزه اپلیکیشن او د مکه مکرمې د مسجد الحرام او مدینې منورې د نبوي مسجد مجازی لیدنه د واقعیت مجازی ټیکنالوژۍ په مرسته، د سعودي عربستان د غرفې نورې برخې وې.
د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزارت د قرآن، اسلام او مسلمانانو د خدمت په موخه د بېلابېلو هیوادونو د کتابونو په نندارتونونو کې برخه اخلي او په همدې موخه یې د کتابونو د ۳۹ نړیوال نندارتون په ترڅ کې خپل محصولات وړاندې کړل او د قرآن نسخې ئې وویشلې.
د تیونس دکتابونو ۳۹ نړیوال نندارتون د ۱۴۰۴ کال د غواي میاشتې په ۵ د « ولولوو،څو جوړ کړو» په شعار سره د دغه هیواد د «الکرم» په سیمه کې د نندارتونونو په قصر کې پیل شوی او د غوا ي میاشتې په ۱۴ به پای ته ورسیږي.
په دې نندارتون کې ۲۹ هیوادونه برخه لري او چین د دې کلتوري پیښې میلمه هیواد دی، چې د ۵۰۰ متره مربع په فضا کې یې خپله غرفه د ۴۰ چینایي خپرندویه مرکزونو په ګډون او د بېلابېلو فعالیتونو او پروګرامونو په اجرا سره جوړه کړې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4279862